انجمن اجتماعی دادخواهان افغان

Social Association of Afghan Justice Seekers

انجمن اجتماعی دادخواهان افغان

Social Association of Afghan Justice Seekers

قطعنامه «ادا» به مناسبت روز جهانی حقوق بشر (پشتو)

ټولو ته جوته شوې چې زمونږ هیواد دامنیت نشتوالی، زورزیاتی ، لوږې او فلاکت، حق تلفی او بې عدالتی،جنایت او فساد پراخه بحران کې په بې ساری توګه ډوب شوی دی ، د دې ناورین د مهمو لاملونو څخه یو هم په پرګنو باندې په جګړه ایزو جنایتونو د تورنو کسانو واکمنی ده او د دې پر ځای چې پرذهغوی باندې عدالت او قانون پلی شی، د دوی پرتیر شرموونکی عمل باندې سترګې پټې او مهمو دولتی دندو باندې ګمارل شوی دی او لاس یی د هر ډول جنایت، غلا او فساد تر سره کولو کې خلاص پریښودل شوی دی.

 

له بده مرغه چې د دې ازمیل شوو او بربنډو ځیرولرونکو کسانو څخه څینې یې د جمهوری ریاست په وروستیو ټاکنو کې نوماند شوی هم وو او هیڅ کومې مرجع ونه غوښتل چې ټاکنو ته ددوی دننوتلو مخنیوی وکړی او په دې ډول یی د افغانستان ټاکنې د نړۍ په ترټولو بې اعتباره او خندوونکو ټاکنو واړولې او ددموکراسی نومی سیاسی لاش پر تابوت یی وروستی میخ ور نال کړ.

 

زمونږ خلک د ناباوری په کابوس کې ډوب شوی او پوهیدلی دی چې عدالت او دق انون پلی کولو سره د دغه شان درواغجنو ټاکنو څخه منځ ته راغلی دولت چلن به ترپخوا څه غوره والی ونلری او بیابه هم د تیرو دریولسیزو د جنایتکارانو او بشری حقونو ماتوونکو د بخښنې دود واکمن وی، بیابه هم دولت په مافیایی توګه اداره کیږی او افغانستان به په نړۍ کې د مخدره توکو تور ټکی پاتې شی، بیابه هم د مونږ مظلوم او بې ګناه ولس د بهرنیو ځواکونو دهوایی او ځمکنیو بریدونو قربانی شی، بیابه هم د خلکو برخلیک د جنایتکارانو په لاس کې وی  نو ښکاره خبره ده چې د مونږ دردیدلی او یرغمل شوی خلک به د خوښی او سوکالی مخ هم ونه وینی. ځکه به په تیره بیا د بهرنیو ځواکونو زیاتوالی سره دا ناورین لاپسې پراخ  شی. دغه ټولې ناولې سیاسی لوبې به چې په اصطلاح ‹‹نړیوالې ټولنې››  او ګوډاګیانو په وسیلی افغانستان کې روانې دی ، یوې نیکمرغه راتلونکې ته د خلکو هیلې په ناهیلی بدلې کړې دی.

 

په داسې حال کې چې مونږ د بشری حقونو د نړیوالې ورځې لمانځنه کوو، په ډاګه لیدل کیږی چې افغانستان کې «بشری حقونه» او په تیره بیا د «ښځو حقونه» د نانځکې په ډول د جګړه مارو هیوادونو د سیاست قربانی شوی دی او دتیر ایستونکی شعار په ډول ورځنې ناوړه ګټه اخیستل شوې او اخیستل کیږی.

 

مونږ یوځل بیا هم خپلې بنسټیزې غوښتنې په لاندې ډول اعلاموؤ:

 

۱. مونږ دولتی دندو څخه د خلق او پرچم هیواد پلورو ددوران، د تنظیمونو د خونړی واکمنی، د طالبانو د منځنی پیړۍ ایز وحشت د دوران او ترهغه وروسته بیا تر نن پورې د ټولو جنایتکارانو د فوری لرې کیدلو غوښتونکی یو.

۲. مونږ په یوې صلاحیت لرونکې او بې لورې ملی او نړیوالې محکمې کې د دریو وروستیوو لسیزو د ټولو په خیانت او جنایت تورنو کسانو د محاکمې غوښتونکی یو.

۳. مونږ د امریکایی او ناتو ځواکونو له خوا د غیر نظامی خلکو وژنې د فوری دریدلو غوښتونکی یو او باید د دغو ځواکونو جګړه ایز جنایتونه نړیوالو محکمو ته را کاږل شی.

۴. مونږ د جنایت په هرې دورې پورې اړوندو ډله ایزو قبرونو د کشفولو غوښتونکی یو.

۵. مونږ  د جنایتکارانو په نوم د ځایونو او واټونو نومول په کلکه غندو او هغه د خپلو  بې ګناه شهیدانو د وینو سپکاوی او بې احترامی بولو.

۶. مونږ غوښتنه کوؤ چې د بې نومه تری تم شوؤ په نوم د یادګار څلی جوړ شی او د «شهیدانو مزار» په نوم سیمه ځانګړې شی ترڅو دډله ایزو قبرونو جسدونه په عزت او درناوی هلته خاورو ته وسپارل شی.

۷. مونږ ټول افغانستان کې د خپلو هغو هیواد والو څخه چې وروڼه او خویندې، خپلوان او عزیزان او د ځګرټوټې یې وروستیو دیرشو کالو کې د لاسه ورکړی هیله کوؤ چې مونږ سره اړیکه ونیسی او د هغوی شهادت او لاپتې کیدلو څرنګوالی راسره شریک کړی او د دریو وروستیو لسیزو د ناورینونو د عاملانو محاکمه کولو په هڅو کې ونډه واخلی.

۸. یو موټی شو ترڅو غږ مو لالوړ او اغیزمن شی!

 

«دنیاو غوښتونکو  ټولنیز انجمن»

Social Association of Afghan Justice Seekers (SAAJS)

19 قوس 1388  - 10 دسمبر 2009

 

ګرځنده شمیره:٠٠٩٣٧٠٧٨٠٣٥٦٠

آدرس پستی: پست بکس شماره 980، پسته خانه مرکزی، کابل، افغانستان.

ایمیل: victims.families@gmail.com

ویب سایت: www.saajs.org

ویب لاگ: saajs.blogsky.com

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد