ګرانو او غمځپلو هیوادوالو!
مونږ نن دلته سره راغونډ شوی یو ترڅو په خپل هیواد کې د بشری حقونو خواشینوونکو ځپنو باندې د اعتراض په توګه د بشری حقونو نړیواله ورځ ولمانځو. مونږ په افغانستان کې د بشری حقونو٬ د ښځو حقونو او عدالت دغټوِټو ادعاګانو شاهدان یو خو له بده مرغه چې واقعیت بل ډول دۍ. لااوس هم مونږ په خپل هیواد کې د بشری حقونو د بېساری تر پښو لاندې کیدلو شاهدان یو؛ لااوس هم په ټول هیواد کې پر ښځو باندې تاوتریخوالۍ په ډیرې ناوړې بڼې روان دۍ؛ لااوس هم د مونږ د هیواد ښځې او ماشومان د تښتونې او تیری له خطر سره مخامخ دی؛ په افغانستان کې اداری فساد ډیر اوچت دۍ او هیواد ته یې د نړۍ د فاسدو هیوادونو د لست په سر کې ځای ورکړۍ دۍ؛ لااوس هم د بلیونونو ډالرو مرستې ترلاسه کیدلو سره سره٬ نیستمنی ددې ټاټوبی په ګوټ ګوټ کې خوره ده؛ لااوس هم هره ورځ د مونږ په سلګونو بې ګناه هیوادوال د ځان مرګی بریدونو یا د بهرنیو ځواکونو د بمباری له امله خپل ژوند د لاسه ورکوی. خو د دې ټولو مصیبتونو او بدمرغیو دلیل په څه کې دۍ؟
دادۍ چې په افغانستان کې د عدالت پلی کیدل نه ترسترګو کیږی؛ هغه کسانو چې لاسونه یې ددې ټاټوبی د زرګونو انسانانو په وینو لړلی په دولتی څوکیو باندې خیټې اچولی او نن د لا زیات جنایت ترسره کولو لپاره تر پخوا ډیر ځواکمن دی. د هیواد ربړیدلی خلک٬ ښځې او نارینه٬ ځوانان او بوډاګان پوهیږی چې ترڅو جګړه ایز جنایتکاران د محاکمې میز ته راونه کاږل شی او د دوی د تیرې خونړۍ دورې پوښتنه ونشی د رښتینی عدالت ټینګیدل ناشونۍدۍ. ځینی فرصت طلبه کسان د "وحدت ملی" په نوم د "تیر په هیر" شعارونه اوچتوی چې ریښتینې مانایې د قربانیانو او غم ځپلو په ټپونو باندې مالګه شیندل دی. دا د تاریخ حکم دۍ چې ترڅو د تیر وخت کړو وړو ته کره کتنه ونکړو نه د اوس مهال په اړه پریکړه کولای شو او نه خپله راتلونکې انځورولای شو.
باید جنایتکاران محکمې ته ولاړشی؛ باید د زرګونو بې ګناه انسانانو وژونکی د خپل عمل ځواب ورکړی٬ بخښنه یواځې د قربانی شوو کسانو حق دۍ. له خپل ټول غم ځپلی ملت٬ د هیواد او نړۍ آزادی غوښتونکو او د عدالت مینه والو سازمانونو او شخصیتونو څخه هیله کوو چې د مونږ د برحقه غوښتونو ملا تړ وکړی.
مونږ یوځل بیا خپلې اساسی غوښتنې په لاندې ډول اعلاموو:
۱- مونږ له دولتی څوکیو څخه د ټولو هغو جنایتکارانو د بې له ځنډه ایسته کولو غوښتونکی یو چې د خلق او پرچم واکمنی٬ د جهادی تنظیمونو خونړۍ واکمنی٬ د طالبانو منځنۍ پیړۍ ایز وحشت دورې او له هغوی وروسته دورې پورې تړلی دی.
۲- مونږ په یوې صلاحیت لرونکې او بې لورې ملی او بین المللی محکمې کې د دریو وروستیو لسیزو په جنایت او خیانت د ټولو تورنو کسانو د محاکمې غوښتونکی یو.
۳- مونږ د ټولو ناموندل شوو ډله ایزو قبرونو د موندلو٬ د موندل شوو قبرونو د کلکې پلټنې او د دغو وژنو د ترسره کوونکو د پیژندلو او سزا ورکولو غوښتونکی یو.
۴- مونږ د جنایتکارانو په نوم د ځایونو او واټونو نومول په کلکه غندو او هغه د خپلو پاکو شهیدانو سپکاوی او بې حرمتی ګڼو.
۵- مونږ هیله لرو ترڅو د بې نومه ورکو شوو په نوم د یادګار څلۍ جوړ شی او د "شهیدانو هدیره" په نوم سیمه ځانګړې شی ترڅو د ډله ایزو قبرونو جسدونه په عزت او درناوی هلته خاوروته وسپارل شی.
۶- مونږ د ټول افغانستان له هغو وطنوالو څخه چې خپل وروڼه٬ خویندې٬ نږدې خپلوان٬ دوستان او د ځګرټوټې یې په تیرو دیرشو کالو کې له لاسه ورکړی هیله کوو ترڅو له مونږ سره اړیکې ونیسې او د هغوی د شهادت او ورکیدنې څرنګوالۍ له مونږ سره شریک کړی او د دریو وروستیو لسیزو د فجایعو د عاملانو د محاکمې په اړه د مونږ په هڅوکې ونډه واخلی. یوموټۍ شو ترڅو زمونږ غږ لااوچت او اغیزمن شی!
"د افغانستان دنیاوغوښتونکو ټولنیز انجمن"
Social Association of Afghan Justice Seekers(SAAJS)
۲۴ لیندۍ ۱۳۷۸ - ۱۴ دسمبر ۲۰۰۸
ګرځنده تلفن: ۰۰۹۳۷۰۷۸۰۳۵۶۰
پستی پته: پست بکس شمیره ۹۸۰، مرکزی پسته خانه٬ کابل٬ افغانستان.
بریښنالیک: victims.families@gmail.com
saajs.blogsky.comویب لاګ: